Showing posts with label ادبي ټوټي. Show all posts
Showing posts with label ادبي ټوټي. Show all posts

توپیر

لیکنه: ش. څانګه                                                   
ته همدا فکر کوي کنه چی:
لومړی: زه بي عقله یم.

دوهم:لیونی یم.
دریم: بي پروا یم.
څلورم: درڅخه ویریږم.
پنځم: ناپوه او ناخبره یم.
شپږم: رواني ستونزي لرم.
اووم: فکر مي کوچنی دي.
کنه؟
نو واوره! داسي نه ده هر یو ځواب ته ښه پام وکړه!
لومړی: که درته ووایم چي بي عقله نه یم نو زما هوښیاري څه مانا؟
دوهم: لیونی نه یم! بلکي د حلاتو سره په جنګ یم.
دریم: وریریږم نه! بلکي حیا او چوپتیا تر ټولو لوی ځواک دي .
څلورم: بي پروا نه یم ! خو له جنګونو څخه ستړی یم.

څه ډول یو سیاسي، څیړنیز یا ټولنیز مطلب (مقاله) ولیکو؟

لیکنه: احمد جاوید تسل
د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ډېری سیاسي لیکوالان او څیړونکي او ځینې داسې کسان چې د لیکوالۍ او لیکنې په لارې هم ندي تللي او له اصوصلو او قواعدو سره یې کومه آشنایي نلري، بېلابېلې سیاسي، څېړنیزې، تولنیزې، فرهنګي او داسې نورې لیکنې کوي چې د لیکوالۍ اصل ته په پام سره ډېرې املایي، انشایي او ګرامري ستونزې او تیروتنې لري.

جنتي مرغه

 قدرت الله درمان
د جلاوان د جنازې او تدفین مراسم ترسره شول . ټول خلک خپلو، خپلو کورونو ته روان شول ، تر ټولو ورستی کس زه وم چې له هدیرې راروان شوم ، په لاره مې داسې احساسوله لکه ټول طبیعت چې د انسانیت په نوم پورې خاندې ، په لاره کې به چې باد د ونو پاڼې رپوولې ما به وې په انسانانو پسې د تمسخر چکچې وهي او خاندي .

د سقراط اخري وخت

افضل م وقار 
تاسو به اورېدلي وي چې د يونان فيلسوف سقراط ٣٩٢ق م دخپل وخت د عياش او عوام دښمنو حاکمانو سره سخته دښمني درلوده او سخت تنقيد به ېې ور باندې کاوه .
په همدې علت ورته د زهرو جام ورکړ شو. د مرګ څخه يوه ورځ مخکې د هغه يوه شاګرد په محبس کې ور سره وليد او لاندې خبرې اترې دهغوى ترمنځ وشوې:

ګلاب او پښتو شاعري

لیکنه:اکبر راحل

په اوبو کې زمزم، په تیارو کې سپوږمۍ، په ښکلا کې ښاپیرۍ، معشوقه کې سترګې او په ګلانو کې ګلاب د نړۍ او خصوصآ په پښتو،فارسي او اردو ادبیاتو کې د تشبیهاتو غوره بیلګې ګرځیدلې دي.که څه هم اوس دغه تشبیهات سولیدلي او بي خونده شوي خو لا هم څوک د نویو شیانو په اړه هڅه نه کوي.

د ژوند حقیقت

سید اصغر هاشمي
ژوند د هلوځلو مسابقه ده او په دې مسابقو کې هغوی وړونکي وي، چې ډېر زحمت وباسي
د دنیا انسانان، حیوانات او نباتات د الله تعالی په قدرت پیدا کېږي، لوېیږي او د وخت په تېرېدلو له منځه ځي.
له ادمه تر دې دمه،یواځې انسان دی، چې له پیدایښته وروسته یې کورنۍ د دې د ښه لوېیدلو او پیشر فت په فکر کې وي او باید یو بافکره انسان خپل ځان او ټولنې ته خدمتونه وکړي .

امین الله عادل

مار د مرغۍ په ځاله کې
مرغیانو په ځنګله کې د ځان لپاره یو داسي ځای غوره کړی ؤ، چې د هغوی له خپل فزیکي او معنوي جوړښت سره سم ؤ. هلته یې ځالې جوړولي، هګۍ یې په کې اچولې او چيچي یې پکې زېږول او روزل. مار چې تل به یې د ځنګله په سوړو او غارونو کې غټ او کوچني خزنده او حشرات خوړل د ځنګله د ځینو چلبازو مرغانو په اشاره د مرغیانو ځالو او د هغو کوچنیو چیچیانو ته متوجه شو. مار ته وویل شول، چې په حشرانو کې داسې خزنده شته چې نېش لري، زهر لري او یا هم اغزي لري.