د ژوند حقیقت

سید اصغر هاشمي
ژوند د هلوځلو مسابقه ده او په دې مسابقو کې هغوی وړونکي وي، چې ډېر زحمت وباسي
د دنیا انسانان، حیوانات او نباتات د الله تعالی په قدرت پیدا کېږي، لوېیږي او د وخت په تېرېدلو له منځه ځي.
له ادمه تر دې دمه،یواځې انسان دی، چې له پیدایښته وروسته یې کورنۍ د دې د ښه لوېیدلو او پیشر فت په فکر کې وي او باید یو بافکره انسان خپل ځان او ټولنې ته خدمتونه وکړي .
د اصلي ژوند مفهوم یوازې پیدایښت، لوېیدل او مړ کېدل نه دي، بلکې انسان باید د ژوند د هرې لحظې
نه خوند واخلي او د ژوند د نعمتونو حق ادا کړي
د حقیقي ژوند څښتنان هغه کسان دي، چې د ژوند په معنی او مفهوم پوه وي او د خپل د پیدایښت مفهوم درک کولای وشي. د ژوند د حرکت مسیر یې ښکاره وي او په دې مستقیمې لارې باندې تګ ډېر احتیاط غواړي.
ژوند بې ځایه تېرول دا مفهوم لري، لکه یوانسان چې پیدا، لوی او مړ شي، خو هیڅ پیدا شوی نه ويپه ځینو ټولنو کې ژوندي انسانان کم وي او مړه انسانان زیات وي.له ژوندیو نه مې مطلب یوازې هغه انسانان نه دي، چې ساه ولري اود مړو انسانانو نه مې هم مطلب هغه کسان نه دي، چې ساه نه لري.
ژوندی انسانان هغه دي، چې ځان او ټولنې ته خدمتونه کوي او مړه هغه دي، چې هیڅ ډول خدمت نشي کولای.
د دنیا ډېر څه په حرکت کې دي، خو د انسان حرکت باید له ټولو حرکتونو ګټور وي. د انسانانو ژوند ډېر قیمتي دی، چې ځینې انسانان پکې لوی لوی کارونه کوي، ځینې بیا دغه قیمتي وخت بې ځایه تېروي.
دنیا د یو بحر په ډول ده، ځینې انسانان پکې په ساعتونو ساعتونو لمبلای شي، ځینې یې بیا پر غاړو لامبي او یو تعداد خلک پکې هیځ لمبلای نشي.
پیاوړي انسانان پکې مرغلرې لټوي، خو یوتعداد یې د اوبو استفاده نشي کولای. هغه چې قیمتي کاڼي پکې لاس ته راوړي، لکه د پوهو او عالموانسانانو په ډول د اصلي ژوند پر مفهوم پوه دي او د انفرادیت نه اجتماعیت ته ډېر ارزښت ورکوي.
هغه چې له اوبو یې استفاده نشي کولای، لکه د ناپوه په شان، چې ټولنې ته خدمت نشي کولای یو شان دی.

اصلي ژوند د دنیوي او اخروي ژوند توخه ده

No comments: