لیکوال: یوسف منګل
نن
سهار چې د خوبه پاڅيدم د نورو ورځو په څير د اودس،لومنځ،تلاوت وروسته د ټولې کورنۍ
سره مې يو ځای د سهار چای نوشي جان کړ،نور تقریبا پاو کم اووه بجې وې چې د کور نه
خپل دفتر ته د وتلو په نیت د کوره راووتم،په کوڅه کې سرځوړۍ او بکس مې په لاس روان
وم، ګورم چې څو ځوانان زما خواته تېز تېز راروان دي او په لاسونو کې يې يو څه د
کتابونو غوندې ښکاري،
خو چې ښه رانېږدې شول هغوی زما ملګري و او په لاسونو کې يې د
واده د بلنلیک کارتونه و،دوی ټول د يوه بل کلي وو، ما ورته وويل په دې کارتونو
باندې څه کوی، ددوی له منځه یو په خندا راته وويل، لکه چې ته خبر نه يې زما د ورور
واده دی موږ له دې لپاره په تاپسې وختي راغلو، چې دا کارت درکړو بیا دې نه شو
پيداکولای، ماته يې چې کارت راکړو، ددغه ځوان نوم فاروق وو او دده مشر ورور چې
ماروف نومېده سبايې واده و،هغه يو لوی شرکت درلود او ښه پيسه داره وو، ما ورسره
ژمنه وکړه چې هرومرو به درځم.
ګومان کوم زما او ددوی ترمنځ خبرو به پنځه دقیقې وخت نيولی وي، دفتر ته چې کله
لاړم د خپلو نورو ملګرو سره مې روغبړ وکړ، ټول په يو ځای کې سره ولاړ وو، لږ
وروسته هر څوک خپلې کاري خونې ته لاړل، زه او څوتنه نور چې په یوه خونه کې مو سره
کار کاوه هم لاړو.
د نورو ورځو په پرتله نن ورځ زموږ د شعبې مراجعین ډېر و، ټول ډېر سخت ستړې
شوو، نور نو د دفتر د بندولو وخت رانېږدې وو، چې يو ناڅاپه زما د ملګري ورور واده
را په یاد شو، د ځان سره مې وويل،سبا باید واده ته ورشم ځکه چې ژمنه مې ورسره کړی،
بیا مې وويل،دا دفتر به څنګه شي که رانشم نو زموږ رئيس به په غوصه شي، د ځان سره
مې وويل، چې د رئيس نه به اجازه واخلم، بیا به په ماغزو کې دا فکر راغی، چې رئيس
به اجاره در نه کړي، خو په دې سوچونو کې وم، چې رئيس زموږ دکار خونې ته را دننه
شو، موږ ټول ورته د درناوي په خاطر د خپلو څوکیو څخه پورته شوو او ده ته مو ښه
راغلاست ووایه، نوموړی زموږ دکار څخه ډېر رضايت وښود، ځکه چې موږ د نورو کارکوونکو
په پرتله ډېر کار کاوه، ټولو سره زموږ رئیس خبرې وکړې او ګپ شپ يې ولګوه، خو زه
غلی په خپله څوکۍ ناست وم او د سبا ورځې د واده ورتګ ته فکر وړی وم، چې اوس څنګه د
خپل رئیس نه اجازه واخلم، په دې وخت کې رئیس راباندې غږ وکړ فردوسه څه خبره ده
څنګه داسې خفه ناست يې او خبرې نه کوې؟،،زه چې لږ ورخطا غوندې شوم ومې ویل،
رر..رئیس صاحب هیڅ..هيڅ نشته، زموږ رئیس چې ډېر مهربانه او زړه سوانده سړی و ويې
ویل، نو بیا ولې داسې غلی ناست يې او خبرې نه کوې کوم چا خوبه درته څه نه وي
ويلي؟،، ما ورته وويل، نه نه رئیس صاحب داسې څه خبره نشته ما ويل یوازې... نوره مې
خبره په خوله کې بنده شوه رئیس راته وويل، نو یوازې څه؟ ووایه مه شرمېږه ټول داسې
يو لکه د يوې کورنۍ غړي هرڅه چې وايې ويې وایه،، ماورته د خپل ملګري د ورور د واده
کارت وښود او د سبا ورځې د اجازې غوښتلو خبره مې ورته وکړه.
رئیس وويل، نو دې ته دومره فکر وړی وې دا خو څه دومره خبره نه ده، په يو کاغذ
باندې د اجازې اخېستلو يو څه ولیکه او بیا يې ماته راوړه، چې لاسلیک يې کړم، خیر
دی که سبا رانه غلي ستا کار به نور ملګري په مخ بوزي، چې کله مې د رئیس څخه دا
خبره واوريده ډېر زیات خوشحاله شوم او له ده څخه مې زیاته مننه وکړه.
کورته لاړم شپه تېره شوه د سهار چای مای مو وخوړ بیا مې د ځان سره مې وويل، چې نن
خو هسې دفتر ته نه ځم واده ته به لږ په کراره ورشم جامې به هم بدلې کړم.
زما دملګري کور زموږ د کلي څخه يو څه ليرې و، د خپل ورور څخه مې موټرسایکل واخېست
او په هغه باندې واده ته ور روان شوم، کله چې د هغوی کلي په کوڅو کې تيريدم ډله
ډله ځوانان مې ليدل چې نوي او پاکې جامې يې اغوستې وې، دوی هم زما د ملګري ورور
واده ته روان وو، بالاخره په کوم ځای کې چې زما د ملګري کور و ورسيدم، ځکه
چې څو وارې مخکې هلته تللی وم او ددوی کور مې لیدلی و، چې يو ساده او خاورو او
لوټو څخه جوړې شوې کوټې او دېوالونه يې درلودل او د کور په يوه کونج کې يې وړه
حجره درلوده، خو کله چې هلته ورسیدم د کور مخې ته يې هېڅوک نه و، لږ لرې يو څو
ماشومانو لوبې کولې او د هغوی څخه مې د فاروق په اړه وپوښتل، چې چېرې دي دلته
هېڅوک نه ښکاري، يو ماشوم رامخکې شو وې ويل، چې هغوی خو هغه بله کوڅه کې نوي کورته
کډه کړې ده او موږ يې په زاړه کور کې همسایه اچولي يو، زه حيران شوم، چې ماته خو
يې د نوي کور په هکله هيڅ نه دي ويلي، موټر سایکل مې بیا چالان کړ، په کوڅه کې
روان شوم، چې هغه بلې کوڅې ته ورسيدم ومې لیدل، چې بيخي زیات خلک د يوه پاخه او
دوه پوړيز کور ترڅنګ راټول دي او يوه ډله ځوانانو چې يو څو د پاخه عمر کسان هم په
کې وو، ډول ته اتڼ يې کاوه، يو نیم ځوان خو به يوه نیمه ناره هم په کې وکړه.
د موټرسایکل څخه راکوز شوم اخوا او دېخوا مې مخ واړه ما ویل، فاروق وګورم، چې په
همدې وخت کې د شا له خوا راباندې يو چا لاس کېښود، چې مخ مې ور واړه زما ملګری
فاروق و، روغبړ مې ورسره وکړ، وروسته يې خپلې حجرې ته چې په دویم پوړ کې وه بوتلم،
په حجره کې نور میلمانه هم و، د هغوی سره مې هم روغبړ وکړ، چای تیار اېښی و، د
فاروق کوچني ورور پیاله راډکه کړه او زما مخې ته يې يو ځای کېښوده.
نوره غرمه نېږدې وه، چې ناوې يې راوړه او زوم هم ورسره و، د فاروق ورور چې يو لوی
شرکت يې درلوده، په همدې موخه يې د ځان سره څو وسلوال کسان هم ګرځول، هغوی هم د
زوم موټر وروسته په بل موټر کې و، کله چې راورسیدل د خوشحالی لپاره يې په هوائي
ډزو پيل وکړ، کله يې چې ډزې شروع کړې، په دې وخت کې د واده څخه لږ لېرې په هوا کې
د امريکايې ځواکونو چورلکې روانې وې، يو دم د واده پرلور راوګرځيدې او د راکيټونو
باران يې د واده پرخلکو شروع کړ، توره شپه شوه، هر ځای ګردونه و، هېڅوک نه
ښکاريدل، څو شېبې وروسته چورلکې بېرته لاړې، هغه ځای يې کړیکو او فریادونو ته
پرېښود، هاخوا او دېخوا د انسانانو خوښې پرتې وې، ناوې په يو ځای کې او زوم په بل
ځای کې مړ پروت و.
پای
خو چې ښه رانېږدې شول هغوی زما ملګري و او په لاسونو کې يې د واده د بلنلیک کارتونه و،دوی ټول د يوه بل کلي وو، ما ورته وويل په دې کارتونو باندې څه کوی، ددوی له منځه یو په خندا راته وويل، لکه چې ته خبر نه يې زما د ورور واده دی موږ له دې لپاره په تاپسې وختي راغلو، چې دا کارت درکړو بیا دې نه شو پيداکولای، ماته يې چې کارت راکړو، ددغه ځوان نوم فاروق وو او دده مشر ورور چې ماروف نومېده سبايې واده و،هغه يو لوی شرکت درلود او ښه پيسه داره وو، ما ورسره ژمنه وکړه چې هرومرو به درځم.
ګومان کوم زما او ددوی ترمنځ خبرو به پنځه دقیقې وخت نيولی وي، دفتر ته چې کله لاړم د خپلو نورو ملګرو سره مې روغبړ وکړ، ټول په يو ځای کې سره ولاړ وو، لږ وروسته هر څوک خپلې کاري خونې ته لاړل، زه او څوتنه نور چې په یوه خونه کې مو سره کار کاوه هم لاړو.
د نورو ورځو په پرتله نن ورځ زموږ د شعبې مراجعین ډېر و، ټول ډېر سخت ستړې شوو، نور نو د دفتر د بندولو وخت رانېږدې وو، چې يو ناڅاپه زما د ملګري ورور واده را په یاد شو، د ځان سره مې وويل،سبا باید واده ته ورشم ځکه چې ژمنه مې ورسره کړی، بیا مې وويل،دا دفتر به څنګه شي که رانشم نو زموږ رئيس به په غوصه شي، د ځان سره مې وويل، چې د رئيس نه به اجازه واخلم، بیا به په ماغزو کې دا فکر راغی، چې رئيس به اجاره در نه کړي، خو په دې سوچونو کې وم، چې رئيس زموږ دکار خونې ته را دننه شو، موږ ټول ورته د درناوي په خاطر د خپلو څوکیو څخه پورته شوو او ده ته مو ښه راغلاست ووایه، نوموړی زموږ دکار څخه ډېر رضايت وښود، ځکه چې موږ د نورو کارکوونکو په پرتله ډېر کار کاوه، ټولو سره زموږ رئیس خبرې وکړې او ګپ شپ يې ولګوه، خو زه غلی په خپله څوکۍ ناست وم او د سبا ورځې د واده ورتګ ته فکر وړی وم، چې اوس څنګه د خپل رئیس نه اجازه واخلم، په دې وخت کې رئیس راباندې غږ وکړ فردوسه څه خبره ده څنګه داسې خفه ناست يې او خبرې نه کوې؟،،زه چې لږ ورخطا غوندې شوم ومې ویل، رر..رئیس صاحب هیڅ..هيڅ نشته، زموږ رئیس چې ډېر مهربانه او زړه سوانده سړی و ويې ویل، نو بیا ولې داسې غلی ناست يې او خبرې نه کوې کوم چا خوبه درته څه نه وي ويلي؟،، ما ورته وويل، نه نه رئیس صاحب داسې څه خبره نشته ما ويل یوازې... نوره مې خبره په خوله کې بنده شوه رئیس راته وويل، نو یوازې څه؟ ووایه مه شرمېږه ټول داسې يو لکه د يوې کورنۍ غړي هرڅه چې وايې ويې وایه،، ماورته د خپل ملګري د ورور د واده کارت وښود او د سبا ورځې د اجازې غوښتلو خبره مې ورته وکړه.
رئیس وويل، نو دې ته دومره فکر وړی وې دا خو څه دومره خبره نه ده، په يو کاغذ باندې د اجازې اخېستلو يو څه ولیکه او بیا يې ماته راوړه، چې لاسلیک يې کړم، خیر دی که سبا رانه غلي ستا کار به نور ملګري په مخ بوزي، چې کله مې د رئیس څخه دا خبره واوريده ډېر زیات خوشحاله شوم او له ده څخه مې زیاته مننه وکړه.
کورته لاړم شپه تېره شوه د سهار چای مای مو وخوړ بیا مې د ځان سره مې وويل، چې نن خو هسې دفتر ته نه ځم واده ته به لږ په کراره ورشم جامې به هم بدلې کړم.
زما دملګري کور زموږ د کلي څخه يو څه ليرې و، د خپل ورور څخه مې موټرسایکل واخېست او په هغه باندې واده ته ور روان شوم، کله چې د هغوی کلي په کوڅو کې تيريدم ډله ډله ځوانان مې ليدل چې نوي او پاکې جامې يې اغوستې وې، دوی هم زما د ملګري ورور واده ته روان وو، بالاخره په کوم ځای کې چې زما د ملګري کور و ورسيدم، ځکه چې څو وارې مخکې هلته تللی وم او ددوی کور مې لیدلی و، چې يو ساده او خاورو او لوټو څخه جوړې شوې کوټې او دېوالونه يې درلودل او د کور په يوه کونج کې يې وړه حجره درلوده، خو کله چې هلته ورسیدم د کور مخې ته يې هېڅوک نه و، لږ لرې يو څو ماشومانو لوبې کولې او د هغوی څخه مې د فاروق په اړه وپوښتل، چې چېرې دي دلته هېڅوک نه ښکاري، يو ماشوم رامخکې شو وې ويل، چې هغوی خو هغه بله کوڅه کې نوي کورته کډه کړې ده او موږ يې په زاړه کور کې همسایه اچولي يو، زه حيران شوم، چې ماته خو يې د نوي کور په هکله هيڅ نه دي ويلي، موټر سایکل مې بیا چالان کړ، په کوڅه کې روان شوم، چې هغه بلې کوڅې ته ورسيدم ومې لیدل، چې بيخي زیات خلک د يوه پاخه او دوه پوړيز کور ترڅنګ راټول دي او يوه ډله ځوانانو چې يو څو د پاخه عمر کسان هم په کې وو، ډول ته اتڼ يې کاوه، يو نیم ځوان خو به يوه نیمه ناره هم په کې وکړه.
د موټرسایکل څخه راکوز شوم اخوا او دېخوا مې مخ واړه ما ویل، فاروق وګورم، چې په همدې وخت کې د شا له خوا راباندې يو چا لاس کېښود، چې مخ مې ور واړه زما ملګری فاروق و، روغبړ مې ورسره وکړ، وروسته يې خپلې حجرې ته چې په دویم پوړ کې وه بوتلم، په حجره کې نور میلمانه هم و، د هغوی سره مې هم روغبړ وکړ، چای تیار اېښی و، د فاروق کوچني ورور پیاله راډکه کړه او زما مخې ته يې يو ځای کېښوده.
نوره غرمه نېږدې وه، چې ناوې يې راوړه او زوم هم ورسره و، د فاروق ورور چې يو لوی شرکت يې درلوده، په همدې موخه يې د ځان سره څو وسلوال کسان هم ګرځول، هغوی هم د زوم موټر وروسته په بل موټر کې و، کله چې راورسیدل د خوشحالی لپاره يې په هوائي ډزو پيل وکړ، کله يې چې ډزې شروع کړې، په دې وخت کې د واده څخه لږ لېرې په هوا کې د امريکايې ځواکونو چورلکې روانې وې، يو دم د واده پرلور راوګرځيدې او د راکيټونو باران يې د واده پرخلکو شروع کړ، توره شپه شوه، هر ځای ګردونه و، هېڅوک نه ښکاريدل، څو شېبې وروسته چورلکې بېرته لاړې، هغه ځای يې کړیکو او فریادونو ته پرېښود، هاخوا او دېخوا د انسانانو خوښې پرتې وې، ناوې په يو ځای کې او زوم په بل ځای کې مړ پروت و.
پای
No comments:
Post a Comment