غزل

حضرت خان حلیمي 
مړه کیدل به څراغونه توره شپه کي
چي راتلل به طوفانونه توره شپه کي
په رڼا ورځ به خپله پکي ګیر وه
اچول يي چي دامونه توره شپه کي
زما ورځ خو له مښامه شروع کیږي
په سر واړوم جامونه توره شپه کي

اعتبار دلته یوبل باندي څوک نه کړي
اوس څوک نه کوي خوبونه توره شپه کي
ته بي غمه په پالنګ باندي ویده يي
زه دي ګورم تصویرونه توره شپه کي
حلیمي اشنا له تا نه چي راتلمه
ړنګول مو پښو خاپونه توره شپه کي 

No comments: