توپیر

لیکنه: ش. څانګه                                                   
ته همدا فکر کوي کنه چی:
لومړی: زه بي عقله یم.

دوهم:لیونی یم.
دریم: بي پروا یم.
څلورم: درڅخه ویریږم.
پنځم: ناپوه او ناخبره یم.
شپږم: رواني ستونزي لرم.
اووم: فکر مي کوچنی دي.
کنه؟
نو واوره! داسي نه ده هر یو ځواب ته ښه پام وکړه!
لومړی: که درته ووایم چي بي عقله نه یم نو زما هوښیاري څه مانا؟
دوهم: لیونی نه یم! بلکي د حلاتو سره په جنګ یم.
دریم: وریریږم نه! بلکي حیا او چوپتیا تر ټولو لوی ځواک دي .
څلورم: بي پروا نه یم ! خو له جنګونو څخه ستړی یم.

پنځم: نا خبره نه یم، خو په عبث خبرو کولو بحث کول د لیونیانو او کم عقلانو کار دي.
شپږم: رواني ستونزي هم نه لرم، خو باور لرم چي زما بریالیتوب به یوه ورځ تا هرو مرو لیونی کړي.
اووم: هو  زما فکر کوچنی دي ؟ خو دومره نه چي ته يي تمه لري دا توپیر دی زما او ستا تر منځ ځکه دا اضافي خبره هم واوره .
ښه پوهیږم چي ته هر شیبه د پلان جوړولو په هڅه کي يي ، خو داهم ومنه! پروا د نلرم دادي زما او ستا ترمنځ توپیر.

بیا درته وایم زما او ستا تر منځ د ځمکي او اسمان توپیر دی او اوریدلي به د وي اسمان چي ځمکي ته راځي قیامت به وینه.


                                                پای

No comments: