جنتي مرغه

 قدرت الله درمان
د جلاوان د جنازې او تدفین مراسم ترسره شول . ټول خلک خپلو، خپلو کورونو ته روان شول ، تر ټولو ورستی کس زه وم چې له هدیرې راروان شوم ، په لاره مې داسې احساسوله لکه ټول طبیعت چې د انسانیت په نوم پورې خاندې ، په لاره کې به چې باد د ونو پاڼې رپوولې ما به وې په انسانانو پسې د تمسخر چکچې وهي او خاندي .
زه د جلاوان په خاطراتو او یادونو کې ډوب راروان وم ، نېږدې شل دقیقې وروسته د کلي لږ لرې هغې چمن ته ورسېدم چې ما او جلاوان به پکې کله ، کله د ماذدیګر بنډار کولو . د چمن په یوه څنډه کې د ګلاب په بوټي کې دوې تکې سرې غوتۍ چې پرون ماښام مې په یوه نوي غزل کې د جانان د شنډو سره تشبیه ورکړي وه ، خو نن لکه چې دوی هم د جلاوان له مرګه خبرې وې داسې مړاوي او ځوړند سر د یوې او بلې پر لور کږې وې لکه دوې غبرګې خویندې چې د ورور د مرګي په غم کې د یوې او بلې پر اوږو سرونه ایښي وي ، او له ژاړه یې مرۍ بغې شوي وي . په چمن کې مې ښه ساعت له ځان سره وژړل ښه زړه مې سپک کړ ، بیا راپاڅېدم جومات ته لاړم تر څو د فاتحې په مراسمو کې یې کښېنم ، جومات ته په رسېدو په یو کونج کې کېناستم ، ملا صیب کیسې کولې او ټول ناست خلک ورته غوږ وو . ملا صیب په خبرو، خبرو کې کیسه د جلاوان په مرګ راوسته ویې ویل: جلاوان ښه ځوان وو ، اوس به د جنت مرغه وي ، د ده خو نه د لاس ګناه وه او نه د پښې ، چاودنه خو پر دولتي ځواکونو شوي وه، دی خوارکی خو د خپل حلال رزق په ګټلو پسې په لار روان وو ، دی شهید شو ، ملا صیب غوښتل چې نورې هم خبرې پسې وغځوي خو ما یې خبرې ور پرې کړې ما ویل ملا صیب جلاوان خو شهید شو اوس به جنت ته تللی وي ، خو د هغو خلکو انجام به څه وي چا چې بېګاه جلاوان پر شهادت ورساوه ؟ د هغو خلکو انجام به څه وي چا چې د جلاوان د خویندو د دې دنیا جنت له خاورو سره خاورې کړ ؟ د هغو خلکو انجام به څه وي چاچې د جلاوان له مور څخه د هغې جنتي مرغه واخیسته ؟. د دې خبرو په اورېدو ملا او کلیوال وازه خوله پاتې شول او ماته هم نور سلګیو د خبرو اجازه نه راکوله

No comments: