غزل

خیال حیدرخېل
غمه له تا سره اشناه چا کړم 
زه په خواږو د ژوند دوکه چا کړم
ما مې ژاړه یوازې مور پسې کړه
دا په خندا کې په ژاړه چا کړم
زه لکه ورځ د خوشالو ډکه وم
داسې میراته لکه شپه چا کړم

خدای ته سجدې خو په جومات کې کیږِي
په مۍ خانه کې په سجده چا کړم

ښکلو خو مینه خوشالي راکړي
دا په مرض د زړه اخته چا کړ
م
ژونده ما چا سره کیسه ونه کړه
په تول د بدو اندازه چا کړ
م
چې لیونتوب مستي او مینه نه ده
خیاله نو داسې تماشه چا کړم

No comments: