! یاد لره

 انتخاب : جلال الدین جمکزی
سرچینه : ټکی مهالنی خپرونه

·         که دې په ځان باور دی، نو بیا هر څه شوني دي.
·         کله چې دې کوم دوست تېروتنه وکړي، نو د هغه ټولې خوبۍ ( نیکې کړنې) مه هېروه، چې له تا سره یې کړي دي.
·         درد تاته قوت بښي، وېره دې زړور کوي او د زړه ماتېدنه دې هوښیاروي.
·          مرغلره که په ګنده ګۍ کې هم پرېوځي، قدر او قیمت یې نه کمیږي او لوګی که آسمان ته هم وخیژي بې بیې دی.

·          اختلاف مفکوروي په کار دی، شخصي نه او څرګندونې په دلایلو په کار دي، په تذلیل نه.
·         د پوهه د پوهې تر ټولو لوی زکاوت دادی، چې هغه د ناپوهه ناپوهي وزغمي، یعنې د جاهل جهالت برداشت کړي.
·          ژوند کې کله هم همت مه بایله کېدای شي منزل نږدې شوی وي.
·          کله چې ته مخ پورته روان یې، نو دوستانو ته دې پته لګیږي، او کله چې مخ ښکته روان یې، نو خپله تاته پته لګیږي، چې دوستان دې څوک دي.

No comments: