ریټالین ګولی

 د ریټالین ګولیو په زړه پوري کیسه
حامد افغان ښوونکي د خپل شاګرد پلار وروغوښت، څو یې د زوی جمال په اړه خبرې ورسره وکړي، پلار یې چې ورغی ښوونکي ورته وویل: ته باید پوه شې چې ستا زوی ریټالین Ritalin* ګولیو ته اړتیا لري، هغه د درس په مهال توجه نشي برابرولی، اندیښمن ښکاري او پر موضوع د تمرکز وړتیا نه لري، نو نشي کولی درسونه زده کړي.

د جمال پلار په خوشالي موافقت وښود، خو جمال وویل: زه له خپلو ټولګيوالو ملګرو شرمیږم د هغوی مخکي دا ګولی نشم خوړلی، استاد یې ورته وویل: ستونزه نشته، د تفریح په مهال چې ماته چای راتیاروې نو پخلنځي کې د ریټالین ګولی خوره، او له هغه وروسته چای راوړه، جمال یې خبره ومنله او په دې توګه څو میاشتې تیري شوې.
یوه ورځ ښوونکي د جمال پلار راوغوښت، هغه ته یې د جمال ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د هغه حالت اوس بیخي بدل شوی او برابر شوی دی. 
د جمال پلار طبعاً د خپل زوی د استاذ په خبرو ډاډه او خوشاله شو، وروسته یې په خوشالي د زوی په غاړه لاس واړوه او ورته یې وويل زویه! په حالت برابریدلو دې خوشاله شوم او په دې چې د پخوا په نسبت دې فکري تمرکز سم او په زده کړه کې تکړه شوی یې، خو دا راته ووایه چې دا بدلون څنګه راغی او څنګه د بریالیتوب په لاره روان شوې.
جمال خپل پلار ته وویل: پلار جانه خبره بیخي ساده وه، کله به مې چې د استادانو پخلنځي کې خپل استاد ته چای تیاروه، نو هره ورځ به مې د هغه په ګيلاس کې یوه د ریټالین Ritalin ګولی اچوله، له هغې سره مو استاد صحت پیدا کړ، دماغي تمرکز یې برابر شو او په ښه توګه یې درسونه راته تیارول او ویل.ډېر ځله موږ خپلې ستونزي او خپلې کړمې په نورو تپو او خپلې وږې سپکوو، دا ځکه چې نورو ته ګوت نیونه تر ټولو اسانه او خپلو کږو او عیبونو ته پاملرنه له هره کاره سخته ده، 
خپلو کږو او نيمګړتياو ته په توجه هر سخت کار لویې برياوې په لاس راکوي، خو د خپلو وږو سپکولو په نیت نورو ته ګوت نیونه او له مسؤلیته منډه د بریا له لارې سترګې پټول دي، خپلو عیبونو ته نه پاملرنه ، او له نورو شکایتونه؛ تنبلي او اسانتیا خوښونه ده او پایله یې ناسمه ده.
*ریټالین یو ډول درمل دي چې د ناارامي او نه ذهني تمرکز له پاره کارول کیږي.

No comments: