غزل

 قدرت الله درمان
اوس نو پوی شوم چې ژوند څه دی څه یې خوند دی
 سر مې ایښی د یوې ښکلي په مړوند دی

 د اتڼ په سر کې دنګې پېغلې واوره
 ستا د زلفو په ول،ول کې مې زړه بند دی

  ستا له خولې د عشق خبرې عجیبه ده
 په کیکر کې د ګلاب شوی پیوند دی

 زه حیران یم د ژوند خوښو ښاریې ته
 چا راوړی د بارودو کمربند دی

 څه په داسې چم کې هیله د ژوندون کړم
چې حالاتو زندۍ کړی پکې ژوند دی

 درمان اوس هغه درمان ندی درمانه
بیلتانه ظالم مات کړی بند په بند دی 

No comments: