فلکلوریک نکل

شرر ساپی
ويل کيږي يو پاچا لس وحشي سپي وروزل، هوډ يې وکړ،که هر وزير ورته غلطه مشوره ورکړي، نو دې سپو ته به يې اچوي، يو ځل يو وزير په مشوره کې خطا شو، پاچا امر وکړ، وزير يې زندان ته ولېږه چې په سپو يې وخوري،
وزير ورته وويل، پاچا صيب ستا مې لس کاله خدمت وکړ، لس ورځې اجازه راکړه، بيا چې دې څه خوښه وي، نو ويې کړه، پاچا لس ورځې اجازه ورکړه، وزير د سپو ساتونکی ته ورغی او ورته يې وويل، ما لس ورځې پرېږده چې د سپو خدمت وکړم، وزير پوره لس ورځې سپو ته خواړه تيارول او د هغوی خدمت يې کاوه، پاچا لس ورځې وروسته وزير راووست او سپي يې پرې راخوشې کړل، سپو يې پښو ته غپل او هيڅ يې ورته نه ويل، پاچا وويل، د سپو سره دې څه کړي دي؟ وزير ځواب ورکړ چې د دې سپو مې لس ورځې خدمت وکړ اوس راته څه نه وايي، خو افسوس چې ستا مې لس کاله خدمت وکړ، خو درباندې معلوم نه شو، پاچا سر ټيټ کړ او وزير يې معاف کړ.
زمري چې زموږ ژوند ته خطر پېښولی شي، نو په درنه يې يادو، خو سپي چې موږ ساتي په سپکه يې يادو، له چا چې وېرېږو درناوی يې کوو، خو چې خدمت مو کوي، نو په سپکه ورته ګورو
.

No comments: