متلونه

پاک اوسه بې باک اوسه .
پټه خوله د مرکې ليوه دی .
پر اخند ښوروا ډيره ده .
پخوا له پخوا سره ولاړ .
پر پچه وخوت کشمير ئې وليد .
پر پوست سيکه نه وهل کيږي .

پر خره يوه لپه اوربشي ډيري دي .
پردی خر په شا زور ور دی .
پردی اور تر واوري سوړ دی.
پردی زوی نه زوی کيږي.
پردی سپی په ډوډۍ خپل.
پردی کټ تر نيمو شپو وي.
پردی جنګ نيم اختر دی .
پردی غم تر واوري سوړ دی.

No comments: