لنډی

احمده خدای دې جنتي که   ~   تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه
اخر بۀ خاورې شې صورته   ~   که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه
اخر بۀ خاورې شې بدنه  ~   که دې هر څو پر وطنو وګرزومه
اخر بۀ خاورې شې جانانه  ~   ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه

اخر بۀ پاتې شې ميدانه  ~   مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه
اخر بۀ دا دنيا شي ورانه   ~   تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه
اخر بۀ کند کچکول راواخلم   ~   چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه
اخر به مرم پاتې بۀ نه شم   ~   ته چې دا سپينه سينه ږدې پۀ دېوالونه
اخر بۀ مرم پاتې بۀ نه شم   ~   که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه
اخر بۀ وران شې پېښوره   ~   د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه
اختر پرون ؤ پرون تېر شو   ~   دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه
اختر پرون تېر شو عالمه  ~   د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه
اختر نژدې دی روژه لاړه   ~   ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه
اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی   ~   نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه
اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ   ~   څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه
اختر ته ډېره خوشالېږم  ~   زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه

No comments: