ليکوال: بريالی جلالزی
د
موټر له ښيښو يې واوره وتوږله. لاسونو ته يې وکتل. لمدې ګوتې يې تکې سرې وې. په
بېړه موټر ته کيناست. يخ وهلو ګوتو يې په سختۍ د موټر کلي تاوه کړه. لاسونه يې تر
تخرګونو لاندې ټينګ ونيول. بيا يې دواړه لاسونه تر خولې کړۍ کړل. کف کف يې کول، چې
ژر تاوده شي. د موټر سويچ بورد ته يې وکتل.
د
ګرمېدو ستنه په لومړۍ کرښې ولاړه وه. موټر يې روان کړ. تر څو دقيقو مزل
وروسته يې موټر ودراوه. دوه هلکان موټر ته وختل. د شاتني سیـټ
هلک له راختو سره سم
ووی:
– هلکه
څه شی کوې، په يخنۍ دې مړ کړمه. سلامونه.
–
راځه موټر ګرم دی. اوس به دې په ګرمۍ مړ کړمه.
په مخکې سيټ کې ناست هلک
موټر ته ناست ملګري ته يې ته وکتل او په ارام غږ يې وویل:
– خو ناوخته دې کړه ريس
هر وخت وايي ناوخته راځئ.
– څو موټر ګرمېده. چینونه
مې وتړل. ته راځه زه دې رسوم قيصه کې يې مه کېږه.
موټر پر سړک ګړندی روان
و. واورې له ښاره ګڼهګوڼه اخيستې وه. دوه نور هلکان هم موټر ته وختل. یوه نوي
راغلي هلک وویل:
ته واچوئ یوه ښه مسته
سندره، چې لږ ګرم راشو.
له سندرې سره د شاتني سيټ
ناستو هلکانو چکچکو او چغو په موټر کې شور دوه برابره کړ. تر شېبه مزل وروسته په
مخکې سيټ کې ناست هلک د سندرې غږ ورو کړ:
ته هغې ښځې خوارې ته ګوره
په دې یخنۍ کې راوتي سوال کوي. کله څوک شته، چې خیر ور کړي.
سوړ اسوېلی وايست:
مجبوري ډېره بده وي.
په شاته سيټ کې ناستو
هلکانو پرې غصه وکړه. په ګډه يې وویل:
اوووووووو په موږ دې
سندره خرابه کړه.
یوه وویل:
تر موږ د دوی ګټه ډېره
ده. موږ او تاسې سار (سهار) تر ماښام کارکوو په سلو خواريو پیسې ګټو دوی ټوله ورځ
کرار ناست وي. بیا هم تر موږ ډېرې ګټي.
ته ورکه سندره ته اواز
ورکه. ایله يې خوند کړی و.
موټر ته ناست هلک شاتني
سيټ ته وکتل. په سترګو يې د مخې سيټ هلک خوا ته اشاره وکړه او وې ویل:
تاسې يې اوس ګورئ د فرهاد
توړۍ ته
موټر يې لا ګړندی کړ. ښځې
ته په نږدې کېدو يې د سړک غاړې ته په ولاړو اوبو او واره کې يې موټر په چټکۍ تېر
کړ. ټولو شا ته وکتل. ښځه په اوبو لنده خيشته وه. په شاتني سيټ کې ناستو هلکانو په
لوړ غږ وخندل. موټر ته ناست هلک د سندرې غږ بېرته هلک کړ.
…
هلک له راختو سره سم ووی:
No comments:
Post a Comment