عزل




عزل : شهنواز باقر
غږ: محمد مبین


توپیر

لیکنه: ش. څانګه                                                   
ته همدا فکر کوي کنه چی:
لومړی: زه بي عقله یم.

دوهم:لیونی یم.
دریم: بي پروا یم.
څلورم: درڅخه ویریږم.
پنځم: ناپوه او ناخبره یم.
شپږم: رواني ستونزي لرم.
اووم: فکر مي کوچنی دي.
کنه؟
نو واوره! داسي نه ده هر یو ځواب ته ښه پام وکړه!
لومړی: که درته ووایم چي بي عقله نه یم نو زما هوښیاري څه مانا؟
دوهم: لیونی نه یم! بلکي د حلاتو سره په جنګ یم.
دریم: وریریږم نه! بلکي حیا او چوپتیا تر ټولو لوی ځواک دي .
څلورم: بي پروا نه یم ! خو له جنګونو څخه ستړی یم.

ایا پوهیدی ؟

 -1 که غواړى چي د ډاکتر سره مو فاصله زياته شي په ورځ کى يوه مڼه ووخورى.
 -2 هغه انتى اکسيډانت چى په مڼه کى شته ستاسو د سرطان، لوړ فشار، شکر او زړه ناروغيو

    
څخه ساتي .
 -3 که غواړى چى د وجود وازد
ي (شخم) مو کم شي روزانه يو ليمو وخورى.
 -4 که غواړې چى هاضمي سيسټم مو سالم وي  د سهار مهال اوبه زياتي څښي او د ماښام

    
مهال لږي.

ګټور معلومات

-  که غواړي چي د پیازو د ټوټو کولو په وخت کي د سترګو څخه د اوښکو له راتلو مخنیوی وکړی نو د پیازو ټوټه کولو په وخت کي ژاولي  ژویی .
-  که غواړی  له لیمو څخه زیاته اندازه تروشه اوبه په لاس راوړی نو له پریکولو وړاندي يي د یو ساعت لپاره په اوبو کي کیږدي .
-   که غواړی کیلي تر څلورو یا پینځو ورځو لپاره تازه وساتی نو هغه برخه چه کیلي له یو بل سره نښتي وي په پلاسټیک وتړی .
-   که په کالیو مو ژوالي خښي وي ورخطا کیږي مي کالي مو د یو ساعت لپاره په یخچال کي کیږدی او له هغي وروسته ژاولي لري کړی .

واده

لیکوال: یوسف منګل

نن سهار چې د خوبه پاڅيدم د نورو ورځو په څير د اودس،لومنځ،تلاوت وروسته د ټولې کورنۍ سره مې يو ځای د سهار چای نوشي جان کړ،نور تقریبا پاو کم اووه بجې وې چې د کور نه خپل دفتر ته د وتلو په نیت د کوره راووتم،په کوڅه کې سرځوړۍ او بکس مې په لاس روان وم، ګورم چې څو ځوانان زما خواته تېز تېز راروان دي او په لاسونو کې يې يو څه د کتابونو غوندې ښکاري،

غزل

حضرت خان حلیمي 
مړه کیدل به څراغونه توره شپه کي
چي راتلل به طوفانونه توره شپه کي
په رڼا ورځ به خپله پکي ګیر وه
اچول يي چي دامونه توره شپه کي
زما ورځ خو له مښامه شروع کیږي
په سر واړوم جامونه توره شپه کي

آيا تاسو پوهیدی؟

هدایت الله شینواری
·          د انسان په مغزو کې ۷۸% اوبه شتون لري.
·         انسان په ورځ کې 23,000 ځله سا اخلي.
·          د زرافې ژبه ۴۲ اېنچه اوږده وي.
·         لمر د ځمکې څخه 330,330 ځله زيات لوی دی.
·         د ځمکې ټول وزن 6,588,000,000,000,000,000 ټنه دی۔او د سپوږمۍ وزن 81000000000 ټنه دی.

څه ډول یو سیاسي، څیړنیز یا ټولنیز مطلب (مقاله) ولیکو؟

لیکنه: احمد جاوید تسل
د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ډېری سیاسي لیکوالان او څیړونکي او ځینې داسې کسان چې د لیکوالۍ او لیکنې په لارې هم ندي تللي او له اصوصلو او قواعدو سره یې کومه آشنایي نلري، بېلابېلې سیاسي، څېړنیزې، تولنیزې، فرهنګي او داسې نورې لیکنې کوي چې د لیکوالۍ اصل ته په پام سره ډېرې املایي، انشایي او ګرامري ستونزې او تیروتنې لري.

نوراني لنډه کیسه

لیکوال : زرین انځور

وړاندي کوونکي :محمد مبین


ایا تاسو پوهیدی ؟

ذاهد الله ځلاند
·       خنځیر/سرکوزی په فزیکي ډول نه شي کولای چې آسمان ته وګوري.
·        د چین لوی دېوال ۲۱۱۹۶ کېلو مټره اوږد دی.
·        یوازې ښځینه میاشی چیچل کوي.

ټوکه

یوې انجلی خپلې همصنفی ته زنګ وواهه چی زما د امتحان نتیجه هم د ځان سره واخله ، ما سره مي پلار ناست دی او زه نشم درتللی که یو مضمون کي پاتي وم نو ووایه چي مسلمان سلام کاوه او که دوو مضمونو کي پاتي وم نو ووایه چي مسلمانانو سلام کاوه نو لږشیبه پس

ریټالین ګولی

 د ریټالین ګولیو په زړه پوري کیسه
حامد افغان ښوونکي د خپل شاګرد پلار وروغوښت، څو یې د زوی جمال په اړه خبرې ورسره وکړي، پلار یې چې ورغی ښوونکي ورته وویل: ته باید پوه شې چې ستا زوی ریټالین Ritalin* ګولیو ته اړتیا لري، هغه د درس په مهال توجه نشي برابرولی، اندیښمن ښکاري او پر موضوع د تمرکز وړتیا نه لري، نو نشي کولی درسونه زده کړي.

! یاد لره

 انتخاب : جلال الدین جمکزی
سرچینه : ټکی مهالنی خپرونه

·         که دې په ځان باور دی، نو بیا هر څه شوني دي.
·         کله چې دې کوم دوست تېروتنه وکړي، نو د هغه ټولې خوبۍ ( نیکې کړنې) مه هېروه، چې له تا سره یې کړي دي.
·         درد تاته قوت بښي، وېره دې زړور کوي او د زړه ماتېدنه دې هوښیاروي.

غزل

خیال حیدرخېل
غمه له تا سره اشناه چا کړم 
زه په خواږو د ژوند دوکه چا کړم
ما مې ژاړه یوازې مور پسې کړه
دا په خندا کې په ژاړه چا کړم
زه لکه ورځ د خوشالو ډکه وم
داسې میراته لکه شپه چا کړم

جنتي مرغه

 قدرت الله درمان
د جلاوان د جنازې او تدفین مراسم ترسره شول . ټول خلک خپلو، خپلو کورونو ته روان شول ، تر ټولو ورستی کس زه وم چې له هدیرې راروان شوم ، په لاره مې داسې احساسوله لکه ټول طبیعت چې د انسانیت په نوم پورې خاندې ، په لاره کې به چې باد د ونو پاڼې رپوولې ما به وې په انسانانو پسې د تمسخر چکچې وهي او خاندي .

د سقراط اخري وخت

افضل م وقار 
تاسو به اورېدلي وي چې د يونان فيلسوف سقراط ٣٩٢ق م دخپل وخت د عياش او عوام دښمنو حاکمانو سره سخته دښمني درلوده او سخت تنقيد به ېې ور باندې کاوه .
په همدې علت ورته د زهرو جام ورکړ شو. د مرګ څخه يوه ورځ مخکې د هغه يوه شاګرد په محبس کې ور سره وليد او لاندې خبرې اترې دهغوى ترمنځ وشوې:

عجایب

راټولونکی :عبدالغفار جبیر
·         نوې كنګورو (Kangaroo)ژوې چي پيداشي اوږدوالي یې 2.5 cmوي.
·         دكنګروغټ ټوپ چي په يو وار غورځي ۲۷ فوټه كيږي.
·         دباران څاڅكى د0.5mm-2.5mm پوري وي.
·         په ټوله نړۍ كي ترټولوكوچنى كب د(Trimattananus)په نامه سره ياديږي اواوږدوالى ئې 0.33 دى.

غزل

 قدرت الله درمان
اوس نو پوی شوم چې ژوند څه دی څه یې خوند دی
 سر مې ایښی د یوې ښکلي په مړوند دی

 د اتڼ په سر کې دنګې پېغلې واوره
 ستا د زلفو په ول،ول کې مې زړه بند دی

  ستا له خولې د عشق خبرې عجیبه ده
 په کیکر کې د ګلاب شوی پیوند دی

فلکلوریک نکل

شرر ساپی
ويل کيږي يو پاچا لس وحشي سپي وروزل، هوډ يې وکړ،که هر وزير ورته غلطه مشوره ورکړي، نو دې سپو ته به يې اچوي، يو ځل يو وزير په مشوره کې خطا شو، پاچا امر وکړ، وزير يې زندان ته ولېږه چې په سپو يې وخوري،

عجایب

·         د نړۍ تر ټولو لومړنۍ ودانۍ مکه معظمه ده.
·         د کعبې شريفي په جوړښت لس ميليارده رياله لګښت راغلی .
د نړۍ نقشه د لومړي ځل لپاره الادريس جوړه کړه.
·         د انسان د بدن انرژي که په بريښنا بدله شي نو کولي شي دوي دقيقي 60 ولټه ګروپ ولږوي.